دفاع وزارت: کندز او لوګر کې هوايي بریدونو ۶۲ طالبان وژل شوي

وسله وال طالبان

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې په کندز او لوګر کې یې په طالبانو باندې هوايي بریدونه کړي او لسګونه وسله وال یې ور وژلي دي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، د کندز ښار په څنډو کې دوه ځایه د طالبانو غونډې په نښه شوي چې په نتیجه کې یې ۳۶ وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

هاخوا په لوګر کې هم د دفاع وزارت په خبره په خوښۍ ولسوالۍ او مرکز پل علم اړوند سیمه کې څو ځایه په طالبانو هوايي او ځمکني بریدونه شوي.

په لوګر کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو بیا په جلا جلا خبرپاڼو کې ادعا کړې چې له پرون راهیسې یې د بادغیس ابکمري، د هرات غوریان او چشت شریف، د نیمروز د لارام او د ننګرهار حصارک ولسوالۍ نیولي دي.

افغان چارواکو یوازې د هرات د چشت شریف او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د دغو ولسوالیو امنیتي او ملکي ادارې یې خوندي سیمو ته لیږدولي او د دوی تر کنټرول لاندې دي.