د حج او اوقافو وزیر: رسنۍ دې د خبرونو خپرولو پر وخت له دقته کار واخلي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په رسنیو باندې ټینګار وکړ چې د خبرونو د خپرولو په وخت دې له پوره دقت کار واخلي.

حلیمي دا خبره نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په کابل کې د رسنیو د خپرونو د ښه کېدو په تړاو یوې غونډه کې وکړه چې څو نور وزیران او د رسنیو مشران هم په کې ناست وو.

نوموړي وویل: "ازادي د بیان له تعرض نه مصوونه ده. د فرد حقوق په ټولنه کې هم له تعرض مصوون دي. که یو څوک غلط خبر نشروي ټولنې ته یې ضرر رسیږي."

حلیمي انتقاد وکړ چې د ده په حواله څه وخت مخکې رسنیو د طالبانو په تړاو ځینې خبرې له پوره دقت پرته خپرې کړې وې.

د افغانستان د ژورنالیستانو د فدراسیون استازي ضیا بومیا دې غونډې ته په وینا کې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې که ټولې رسنۍ مخاطب ګرځول کېږي عادلانه کار نه دی، باید د سرغړونې په صورت کې هره قضیه جلا وڅېړل شي.