۲۰۳م تندر قول اردو: پکتیا کې ۲۶ طالبان وژل شوي

ارشیف، پکتیا کې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

افغان امینتي چارواکي په لوګر کې د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) له غرمې وړاندې رسنیو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان یې تېره شپه د لوګر په مرکز پل علم او د خوښۍ ولسوالۍ په اړونده سیمو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو پر مهال وژلي دي.

مومند وایي، په دې بریدونو کې یې د وسله والو طالبانو اړوند یو موټر، یوه اندازه وسله، مهمات او چاودیدونکي توکي له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.