دفاع وزارت: د کندز ښار څنډو کې هوايي برید ۳۶ طالبان ووژل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د کندز ښار په څنډو کې یې د طالبانو پر یوې غونډې هوایي برید کړی دی.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د ( سې صد فامیلیو) او ( سې درک) سیمه کې په نښه شوه چې ۳۶ طالبان په کې ووژل شول او ۲۱ نور ټپیان شول.

دا برید داسې مهال کېږي چې طالبانو په کندز او شااوخوا نورو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

طالبانو لا د کندز د هوایي برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په جلا جلا خبرپاڼو کې یې ادعا کړې چې له پرون راهیسې یې د بادغیس ابکمري، د هرات غوریان او چشت شریف، د نیمروز د لارام او د ننګرهار حصارک ولسوالۍ نیولي دي.

افغان چارواکو یوازې د هرات د چشت شریف او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د دغو ولسوالیو امنیتي او ملکي ادارې یې خوندي سیمو ته لیږدولي او د دوی تر کنټرول لاندې دي.