جرمني ۲۴۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړي

د جرمني او افغانستان ګډ بیرغونه

جرمني دوه زره او څلور سوه افغانانو ته ویزې ورکړي دي. په دې کې له جرمني ځواکونو سره افغان ژباړونکي، محلي قراردادیان او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په برلین کې رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

'ډي.پي.اې' د جرمني خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت ویاند په حواله زیاته کړې چې دغو افغانانو ته د یوې خورا ګړنۍ پروسې پر اساس باندې ویزې صادرې شوي.

د جون په پای کې دېرش افغانان جرمني ته تللي او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې لسګونه نور هم ستانه شي.

له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د دوی افغان ژباړونکو او محلي قراردادیانو اندېښنه ښودلې چې له ګواښ سره مخ دي او باید سمدستي دوی ته ویزې ورکړل شي.

د جرمني ځواکونو وروستۍ ډلګۍ تېره اوونۍ له مزارشریف ښاره ووتله او برلین ته ورسېده.

په دې سره په افغانستان کې د جرمني ځواکونو پوځي ماموریت هم پای ته ورسېد.

د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ د لا زیاتو ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکول کېږي.