د هرات پوځي شورا: افغان پوځیان له چشت شریف ولسوالیه وتلي

ارشیف، یو شمېر افغان سرتیري

افغان پوځیان د هرات له چشت شریف ولسوالۍ څخه وتلي دي.

دا خبره د هرات پوځي شورا دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) ناوخته په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده.

د اعلامیې له مخې د پوځیانو او عامو خلکو د مرګ ژوبلې او زیان د مخنیوي په هدف د چشت شریف ولسوالۍ امنیتي او اداري څانګې یوې بلې سیمې ته انتقال شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې چشت ولسوالۍ له ټولو امکاناتو سره د دوی لاس ته لوېدلې.

په چشت شریف کې د افغان – هند د دوستۍ بند یا سلما بند موقعیت لري.

وړمه شپه د دې بند په یوې ساتندویه پوستې باندې د وسله والو طالبانو په برید سره ۱۶ افغان پوځیان وژل شوي.

د سلما بند د کنډک قوماندان الله محمد اندړ ازادي راډیو ته وویل، مرکزي حکومت باید ژر سیمې ته تازه دمي ځواکونه ولیږي، ځکه د سلما بند ته جدي خطر پېښ دی.