لېتوانیا د 'څخانوفسکایا' په مشرۍ د بلاروس ډموکراټيک اپوزیسیون ته رسميت ورکړ

د بلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا څخانوفسکایا

د بلاروس د اپوزیسیون د مشرې سویتلانا څخانوفسکایا په ګډون د رژيم ګڼ مخالفان په لېتوانیا کې د جلا وطنۍ ژوند تېروي.

د اروپايي ټولنې غړي هېواد لېتوانیا ویلي، د دې لپاره چې د دوی غږ واورېدل شي د بلاروس ډیموکراټیک اپوزیسیون ته یې رسمي موقف ورکړی.

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیس لینډسبرګیس پرون د جولای په پنځمه وویل: "په لېتوانیا کې د بلاروس د ډموکراټیک اپوزیسیون استازولي د یوې منل شوې موسسې موقف لري."

هغه زیاته کړه:" هیله ده په دې کار سره د بلاروس د ډموکراتیکو ځواکونو استازو سره مرسته وکړي چې په بهرنیو هېوادونو کې یې غږ واوریدل شي."

ښاغلي لېنډسبرګیس زیاته کړې د سویتلانا څخانوفسکایا په مشرۍ ډلې ته ځکه رسمیت ورکړل شوی چې د لوکاشینکا د ناقانونه رژیم د زور زیاتي پر وړاندې درېدلې او د خپلو خلکو ډموکراټیکه راتلونکې لپاره مبارزه کوي.

د لېتوانیا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیس لینډسبرګیس وویل، د سویتلانا څخانوفسکایا په مشرۍ ډلې ته ځکه رسمیت ورکړل شوی چې د لوکاشینکا د ناقانونه رژیم د زور زیاتي پر وړاندې درېدلې

هغه ویلي، دا رسمي موقف به که څه هم د یوه ډپلوماټیک ماموریت په څېر بشپړ امتیازات ونه لري، خو لږ تر لږه اضافي مشروعیت به ترلاسه کړي.

لېتوانیا د الکساندر لوکاشینکا په مشرۍ د بلاروس د رژیم سرسخته مخالفه ده او په دغه هېواد یې د اروپايي ټولنې د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه نور: د لېتوانیا چارواکو ۱۱۶ غیر قانوني کډوال نیولي

د بلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا بیا د اروپايي ټولنې د بندیزونو پر وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ټول د دوی د کمزورۍ څرګندونه کوي.

هغه دا ګواښ هم کړی چې په پولو باندې به څار کم کړي.

لېتوانیا وار دمخه د بلاروس له پولو د لسګونه زره ناقانونه کډوالو له کړکیچ سره مخ ده.

دې مسالې د لېتوانیا حکومت د بیړني حالت اعلان ته اړ ایستی. اروپايي شورا هم د بلاروس له خوا د پناه غوښتونکو په وړاندې د پولو د خلاص پرېښېدو په مساله غوصه ده.

د اروپايي شورا مشر چارلس مېشل پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) د لېتوانیا پلازمېنې ویلنوس کې د دغه هېواد له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: " خورا روښانه یو: په اروپایي شورا کې موږ په کلکه ټینګار لرو چې د اروپايي ټولنې په غړي هېواد باندې د فشار راوړلو په خاطر له غیر منظمه او غیرقانوني مهاجرت څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده په کلکو غندو او زه د سرچینو په انسجام په تېره بیا د اروپا د سرحدونو د ادارې په برخه کې د اروپايي ټولنې د بشپړ یووالي ډاډ ورکوم."

د اروپايي شورا مشر چارلس مېشل

لېتوانیا د هغو غیرقانوني کډوالو د مخنیوي هڅه کوي چې غواړي د دې هېواد له لارې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ولاړ شي او ډېری يې عراقیان او افغانان دي.

د لېتوانیا چارواکي وایي، د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې په دې وروستیو کې له بلاروس څخه د بالتیک هېوادونو پر پولو ور اوړي، په بې ساري توګه زیات شوی دی.

چارواکو ویلي، ښایي مېنسک قصداً دې کار ته مخه کړي وي او هغه هم په دې خاطر چې مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا په دې توګه غواړي له لویدیځه د هغو بندیزونو غچ واخلي چې پر بلاروس یې د مخالفو سیاستوالو او د ډموکراسۍ پلوه فعالانو د ځپنې په خاطر لګولي دي.

د الکساندر لوکاشینکا رژیم د تېر کال د اګسټ میاشتې له لانجمنو انتخاباتو راوروسته په دې خاطر تر نړیوال فشار لاندې دی چې سیاسي مخالفان او خپلواکې رسنۍ په بې‌رحمانه ډول ځپي.