چارواکي: طالبانو د سلما بند د یوې پوستې ۱۶ سرتېري وژلي

هرات کې د سلما بند

د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې د ملي اردو ۱۶ سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

په دې ولسوالۍ کې د سلما بند د کنډک قوماندان الله محمد اندړ ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري سلما بند ته نږدې د غزې په نوم پر یوه پوسته د سلګونه طالب جنګیالیو د تېرې شپې په برید کې ووژل شول.

هغه زیاته کړه چې د غزې پوسته هم طالبانو نیولې ده.

ښاغلی اندړ وايي چې بند په شاوخوا کې د ایرانيانو په ګډون سلګونه وسله‌وال راټول شوي او غواړي پر امنیتي پوستو حملو ته زور ورکړي.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "دښمنان غواړي دې بند ته زیان ورسوي، خو موږ ځواب ورکړی دی. په دوی کې بهرني طالبان هم شته چې غواړي بند ته زیان ورسوي او تخریب‌یې کړي."

د ملي اردو دې قوماندان خبرداری ورکړ چې که مرستندوی ځواکونه سیمې ته ونه‌رسېږي، د سلما بند په شااوخوا کې پرتې نورې پوستې به هم طالبان ونیسي.