پکتیا چارواکي: ماین چاودنې ۴ ملکیان ووژل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پکتیا ولایت کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ووژل.

د پکتیا د پولیسو ویاند حیات الله نظامي رسنیو ته وویل چې دغه ماین نن د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) د مرکز ګردېز د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د رباط په سیمه کې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر چاودلی.

نوموړي هغه د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی ماین وباله او دغه راز یې په سیمه کې د څلورو نورو ماینونو د کشف او شنډولو خبره هم وکړه.

دا ډول ادعاوي په دې وروستیو کې د جګړې ښکېل لوري ډېرې کوي چې په خپلواکه توګه یې تاییدیدل ګران کار دی.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.