تاجیکستان: له بدخشانه له ۳۰۰ زیات افغان سرتیري پر پوله راوښتي

د تاجیکستان او افغانستان ګډه پوله

تاجیکستان وایي، د افغانستان له بدخشان ولایته له درې سوه زیات افغان سرتیري پر پوله اوښتي او د دې هېواد خاورې ته ننوتي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې په یوه بیان کې وویل چې تاجک چاروکو د بشر پالنې اصولو او ښه ګاونډیتوب ته په پام دغو سرتیرو ته اجازه ورکړه چې د تاجیکستان خاورې ته داخل شي.

د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو بدخشان د افغانستان په شمال کې هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې یې ډېرې ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.

سیمه ییزو سرچینو نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د کوهستان او کوف اب ولسوالۍ له نښتو پرته د طالبانو لاسته پریوتې او نن هم د بهارک ولسوالۍ طالبانو ونیوله.

له دې مخکې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان جنرال عباس توکلي ویلي و چې پر بهارک ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې حملې په شا تمبولې او له دېرشو تر څلوېښتو پورې وسله وال طالبان یې وژلي دي.

په بدخشان کې په دې وروستیو کې د ټولو هغو ولسوالیو شمېر چې د طالبانو لاسته لوېدلې ۱۶ ته رسیدلی.

د بدخشان ۱۱ ولسوالۍ د حکومت تر کنټرول لاندې دي.