د بادغیس والي: پر ۳ پوستو د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

ارشیف، بادغیس کې یو امنیتي سرتیری د عملیاتو پر مهال

د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت د مرکز قلعه نو په څنډو کې پر درې امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۹ نور یې ژوبل شوي دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه حملې تېره شپه په خارستان او باغبان سیمو کې د ملي اردو پر یوه بیز او د پولیسو او ملي امنیت پر پوستو ترسره کړي چې افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمبولې.

هغه ویلي، د طالبانو له خوا توغول شوي هاوان دوه ملکیان وژلي دي.

د باغیس والي افغان امنیتي ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه سیمه ېیز چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو او ملي امنیت د نهه سرتېرو د وژل کېدو او پنځه تنه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.