وېلسن: افغانستان کې د لاسته راوړنو خوندیتوب ته دې هڅې وشي

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس وېلسن

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي، په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړنو د خوندیتوب او د سولې د ټینګښت لپاره باید تر وروستي بریده هڅې وشي.

راس وېلسن دا خبره د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په خپلو ټویټونو کې یاده کړې ده.

وېلسن د جولای څلورمې د امریکا د خپلواکۍ ورځې په تړاو لیکلي چې په امریکا کې د اساسي قانون په تصویب سره د بیان د ازادۍ په څېر مهم ارزښتونه خوندي او تضمین شول او افغانان هم د ورته خپلواکیو په هیله دي.

راس وېلسن زیاته کړې، په افغانستان کې دوه لسیزې د ډموکراسۍ،ازادۍ،پراختیا او روڼتیا په برخو کې خورا زیات پرمختګ وشو او اوس یې باید د خوندي کولو لپاره هر څه چې په وس پوره وي ترسره شي.

د جولای څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده.

امریکا په ۱۷۷۶ کال کې یعنې له نن ۲۴۵ کاله دمخه له برېټانیا څخه د خپلواکۍ د اخېستلو اعلان وکړ او سملاسي یې د ډيموکراسۍ د ټینګښت لپاره هڅې پیل کړې.