په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ICRC' وايي، روانو وسله والو نښتو، کرونا وبا او سختې وچکالۍ د ملکي افغانانو ژوند له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.
د دې ادارې په خبره دغه درې ستونزې چې په وروستیو کې یې شدت زیات شوی، د عامو افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې، رویا موسوي ازادي راډیو ته وویل، د دوی اداره بیا هم د افغانانو چوپړ ته ژمنه ده:"موږ دغه وضعیت ته سخت اندېښمن یو. دا د افغانستان خلک دي چې د دې جګړې درنه بیه پرې کوي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د یوه بشر دوستانه بنسټ په توګه افغانانو ته متعهده ده. موږ له سرې میاشتې ټولنې سره یوځای د روغتیا، بندیانو ته د لاسرسي، د بندیانو له کورنیو سره د دوی د اړیکو ټینګولو او په افغانستان کې زموږ د ارتوپیدۍ د ۷ مرکزونو له لارې خپلو خدمتونو ته ژمن یو. خپل توان ته په پام سره ورته کار کوو."
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي مدیر رابرت ماردیني د تېر لمریز کال په لړم/عقرب میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي وو، په روانه جګړه کې ښکېل لوري د جګړې قوانین نه رعایتوي، ځکه نو هره ورځ په جګړه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
جګړه نه یوازې د حل لاره نه ده، بلکې ملکي تلفات او د عامه تاسیساتو نړېدل له ځان سره لري.
د سره صلیب نړیواله کمېټه یو غیر دولتي بشرپال سازمان دی چې اصلي دفتر یې په جنیوا ښار کې دی.
دغه سازمان د جګړې له ټپیانو سره مرسته کوي، د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ اړیکې ټینګوي او د بشري مرستو په انسجام کې برخه اخلي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه ټویټ کې ویلي:"نړیوال ځواکونه داسې وخت له افغانستانه وځي چې افغانستان نه یوازې له سختې جګړې او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی، بلکې له جزا څخه د معافیت کلتور هم پرځای پاتې دی."
"نړيوال نظامي ځواکونه چې له افغانستان څخه وځي، نه يوازې دا چې زموږ هېواد ته سخته جګړه او نامعلوم راتلونکی پرېږدي، بلکې له جزا څخه د معافيت ميراث هم راته پرېږدي چې په راتلونکو کلونو کې سولې او عدالت ته د لاسرسي هيله کمزورې کوي".https://t.co/HhtfNNDSsH
— AIHRC (@AfghanistanIHRC) July 3, 2021
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور د ناامنیو زیاتېدو ته په اشاره پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ تل د جګړې او تاوتریخوالي پر زیاتېدو او پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. کمېسیون بیا غږ کوي چې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي. جګړه نه یوازې د حل لاره نه ده، بلکې ملکي تلفات او د عامه تاسیساتو نړېدل له ځان سره لري چې د جګړې له اصولو ښکاره سرغړونه بلل کېږي."
په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر بشپړېدو ته شاا وخوا یوه میاشت پاتې ده، په افغانستان کې د جګړو شدت هم زیات شوی دی.
هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو او سیمو د لاس په لاس کېدو، په جګړه کې د خلکو د زیانمنېدو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.