میدان وردګ چارواکي: افغان ځواکونو د ټوپ دښتې له مرکزه شاتګ کړی

افغان ځواکونه

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز میدان ښار کې د ټوپ په دښته کې له پروت تعلیمي مرکزه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان مصطفي مایار نن ناوخته (شنبه-د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له یاد مرکزه نن د ورځې په نیمايي کې تر جګړې وروسته افغان ځواکونو وتلي دي.

دی وايي: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې له یاد مرکزه زموږ نظامي قوتونو شاتګ کړی، فعلاً دښمن هم نه دی توانیدلی چې مرکز ته داخل شي، ځکه هوايي ځواکونه هلته موجود دي ، خو زموږ ټول پرسونل ترې راوتلي دي."

قوماندان وايي، د یادې جګړې پر مهال افغان سرتېرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی خو وايي، د وسله والو طالبانو په اړه معلومات نه لري چې هغوی ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه؟

د معلوماتو پر اساس ویل کېږي چې په یاد تعلیمي مرکز کې تر ۲۵۰ تنه سرتیري موجود دي چې زیات د سقوط شویو ولسوالیو څخه راغلي وو.

د ټوپ په دښته کې دغه قرارګاه او یا هم تعلیمي مرکز د میدان ښاره په شااوخوا ۲۲ کیلومترۍ کې پروت دی.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د نورو ولایتونو ولایتونو په څېر په میدان ورګو ولایت کې هم جګړو زور اخیستی دی چې یوازې په تېره میاشت کې د دغه پنځه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلي دي.