د سرتیرو وتل؛چین: امریکا دې افغانستان کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

چین د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتي دي چې له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو تر اېستلو وروسته په دې هېواد کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) د نړیوالې سولې په نوم کلني کنفرانس ته چې پېکېنګ یې د څینګوا Tsinghua پوهنتون او د بهرنیو اړیکو د تحقیقاتي انسټیټیوټ په مرسته جوړوي، د وینا پر مهال څرګندونې کولې.

ښاغلي یي زیاته کړه: "امریکا د افغانستان د جګړې د ملامت په توګه باید سوله ییز پوځي انتقال په مسوولانه ډول یقیني کړي، نه دا چې ملامتي پر نورو واچوي او پښې سپکې کړي. امریکا باید د وتلو پر مهال د هر راز ګډوډۍ یا جګړې مخه ونیسي."

ښاغلي وانګ اوسني شرایط حساس او مهم وبلل ویې ویل، افغانستان د جګړې او سولې، ګډوډۍ او حکومتوالۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ دی.

چین د افغانستان د سولې د بهیر له مهمو منځګړو څخه دی او د افغانستان د سولې په اړه یې په درې اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې مهم رول لوبولی.