سرچینه: د بدخشان د ۸ ولسوالیو له سقوط سربېره ۲نورې هم سقوط شوې

د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت

سرچینې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان ولایت د اتو ولسوالیو له سقوط وروسته طالبانو اوس جرم او راغستان ولسوالۍ هم نیولي دي.

د جرم ولسوالۍ ښاروال عبدالناصر بهادر ازادي راډیو ته وویل چې دا ولسوالي نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ماسپښین د طالبانو لاس ته ولوېده او دولتي ځواکونه ترې په شا شول او د راغستان ولسوالۍ اجراییه مدیر مولوي حیات الله وویل چې طالبانو له یوې درنې جګړې وروسته پردې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړه.

له دې مخکې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډیو ته ویلي و چې د مرکز فیض اباد د اتمې ناحیې د ځینو سیمو له سقوط وروسته طالبانو تشکان او تګاب ولسوالۍ پرون جمعه او درایم، وردوج، یفتل پایان او شهر بزرګ ولسوالۍ یې یوه شپه مخکې ونیولې.

د بدخشان او پلازمېنې چارواکي د ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه وايي، خو وايي، د له لاسه تللو سیمو د بیا نیولو لپاره به ډېر ژر عملیات پیل شي.

بل خوا د تخار ولایت یوې امنیتي سرچینې د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې کلفګان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د تخار ۱۴ ولسوالۍ ونیولې او اوس د دې ولایت مرکز تالقان او دوه ولسوالۍ د حکومت په ولکه کې دي.