د لېتوانیا چارواکو ۱۱۶ غیر قانوني کډوال نیولي

د لېتوانیا پر پوله نیول شوي غیر قانوني کډوال

د لېتوانیا چارواکو د هغو ۱۱۶ غیر قانوني کډوالو د نیولو خبر ورکړی چې دوی وايي، بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې په عمدي ډول د ګډ سرحد له لارې دې هېواد ته اړولي دي.

د لېتوانیا د سرحدي امنیت د دولتي خدماتو ادارې نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) همدا راز وویل چې د دې هېواد سرحدي ګارډ د یوې ډلې کډوالو د توقیف پر مهال اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

سرحدي ګارډ وايي، له دې سره په تېرو دوو ورځو کې د نیول شوېو غیرقانوني کډوالو شمېر ۱۷۹ ته او په روان کال کې د ټولو نیول شوېو کډوالو شمېر ۹۳۸ ته لوړ شو.

لېتوانیا د هغو غیرقانوني کډوالو د مخنیوي هڅه کوي چې غواړي د دې هېواد له لارې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ولاړ شي او ډېری عراقیان او افغانان دي.