بایډن: ډاډه یم چې افغان مشران به وکولای شي چې خپل حکومت وساتي

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل افغان سیال محمد اشرف غني سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له لېرې موږ پر خپلو وړتیاوو کار کړی او کولای شو هغه لا پیاوړي کړو خو افغانان باید په خپله د ځپلو هوایي ځواکونو پر مټ چې دوی یې لري، وکولای شي امنیتي چارې په خپله سبمالې کړي.

بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې داسې مهال وکړې چې پرون امریکايي ځواکونه د بګرام له لویې پوځي اډې ووتل او هغه یې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارله.

ولسمشر بایډن وویل، دی ډاډه دی چې افغان مشران به وکولای شي چې خپل حکومت وساتي: "ګورئ، موږ شل کاله په دې جګړه کې ښکېل و. ما دلته په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې د افغانستان د حکومت 'له مشرانو' سره وکتل. زما په نظر دوی دا وړتیا لري چې خپل حکومت ته دوام ورکړي. ګومان کوم چې هلته به وړاندې نورې خبرې اترې هم ترسره شي، خو زه دې ته اندېښنه لرم چې دوی به له کورنیو ستونزو سره مخ وي او دوی باید وکولای شي د خپل حکومت د دوام لپاره د هیواد په کچه هغه ملاتړخپل کړي چې ورته اړتیا لري."

ولسمشر بایډن دغه راز وویل چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به په څو راتلونکو کمو ورځو کې چې په دې وروستیو کې یې اوازې ډېرې خپرې شوې وي، بشپړ نه شي.

د نوموړي د اعلان له مخې د دغه بهیر د رسمي بشپړېدو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.