"پاکستان کې د افغان طالبانو ځپل به دې هېواد ته ناوړه پایلې ولري"

ارشیف، یو شمېر وسله وال طالبان

د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي وایي، د پاکستان جګپوړیو پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د افغان طالبانو ځپل به د دې هېواد لپاره ناوړه پایلې ولري.

د پارلمان یو شمېر غړیو د خپلونو نومونو د نه افشاکېدو په شرط د ازادي راډیو د مشال څانګې ته ویلي چې دغه بې ساری خبرداری د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د دې هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې 'ISI' مشر جنرال فیض حمید ورکړی دی.

د پاکستان د پارلمان پرونۍ غونډه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هېواد او سیمې پر امنیتي وضعیت څرخېده.

په دې غونډه کې د پاکستان جګپوړیو پوځي چارواکو ویلي چې پوځ کولای شي په چټکۍ پر دې ډلې حمله وکړي، خو پاکستان یې هم باید غبرګون چتمو وي.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې دوی پر طالبانو له خپل ټول نفوذه کار اخیستی او اوس یوه لاره ورته پاتې ده چې هغه د دې ډلې پر وړاندې پوځي اقدام دی.

خو عمران دا هم ویلي چې د پاکستاني ټولنې هېڅ یو اړخ داشی نه غواړي.