محب له خپل روسي سیال سره د افغانستان شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل روسي سیال نیکولای پاتروشیف سره نن په مسکو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پر زیاتېدو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن رسنیو ته په لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل: "هوکړه وشوه چې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو پراختیا، د افغانستان، روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګټې ګواښلی شي. د افغانستان او روسيې د ملي امنيت سلاکارانو د بېړني اوربند او مذاکراتو پر اړتيا، د جنګ پر ختمولو او خپلواک، حاکم او بسيا افغانستان ټينګار وشو."

په وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د جګړو شدت د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه اندېښمن کړي دي.