له هرات څخه کابل ته په یوه الوتکه کې د 'چاودنې' مخه ونیول شوه

ارشیف، د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرتېري

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، له هرات څخه کابل ته‌یې په یوه الوتکه کې د یوې چاودنې مخه نیولې ده.

د دغه ریاست د نن ورځې په اعلامیه کې راغلي، د سید ادریس په نوم مشکوک کس غوښتل د هنرمند په نوم هغه مواد چې په یوه رباب کې یې ځای پر ځای کړي و، په الوتکه کې وچوي.

په اعلامیه کې راغلي، د هرات د ملي امنیت منسوبینو دغه منفجره مواد کشف او شنډ کړي دي.

مشکوک کس نیول شوی او ورڅخه څېړنې روانې دي.