د کاپیسا ځیني امنیتي چارواکي: تګاب ولسوالۍ طالبانو ونیوله

ارشیف، د کاپیسا تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات

د کاپیسا ځیني امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت تګاب ولسوالۍ طالبانو نیولې.

یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي خپل هویت افشا کړي ازادي راډیو ته وویل چې طالبان پرون مازیګر له درنې جګړې وروسته د تګاب ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتل.

سرچینه زیاتوي چې د ولسوالۍ دفترونه او د ودانۍ شاوخوا اراضي او څو پوځي اډې د دولتي ځواکونو په ولکه کې دي.

د سرچینې په وینا په دې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د دولتي ځواکونو سخته جګړه اوس هم روانه ده.