محب له روسي چارواکو سره پر امنیتي همکاریو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په روسیه کې دی او تمه ده پر امنیتي همکاریو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړي.

د امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی محب نن سهار روسیې ته تللی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس هم راپور ورکړی چې تمه ده د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاټروشف سره د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي.

ښاغلي محب داسې وخت روسیې ته سفر کړی چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د سختو وسله‌والو نښتو راپورونه ورکول کېږي.

روسیې په افغانستان په تېره بیا شمال سیمو کې چې له منځنۍ اسیا سره اوږده پوله لري د داعش یا اسلامي دولت ډلې په فعالیتونو او د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنې هم ښودلي.