د افغانستان دفاع وزارت: افغان هوايي ځواک بلخ کې ۲۱ وسله‌وال طالبان ووژل

ارشیف، د افغان هوايي ځواکونو حمله

د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان هوايي ځواک نن په بلخ کې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

دغه وزارت په خپله فېس‌بوک پاڼه باندې د یوې هوايي حملې وېډیو هم خپره کړې چې په‌کې یوه ډله خلک هدف ګرځول کېږي.

دفاع وزارت ادعا کړې چې نن تر غرمې مخکې د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د وژل شویو طالبانو ترمنځ د هغوی ۱۲ مهم قوماندانان هم شامل دي.

وسله‌والو طالبانو لا تر اوسه د دې هوايي حملې په تړاو څه نه‌دي ویلي.