ملي اردو: هوايي بریدونو په بلخ کې ۳۳ وسله وال طالبان ووژل

آرشیف، د افغان ځواکونو نظامي هلیکوپټرې

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي چې په بلخ ولایت کې یې ۳۳ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په اعلامیه کې راغلي چې افغان هوايي ځواکونو پرون چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ددې ولایت په کلدار او شورتیپه ولسوالیو کې د طالبانو په سنګرونو بمبارۍ کړي دي.

اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې بریدونو سره د طالبانو د څو قوماندانانو په شمول ۳۳ تنه وژل شوي او ۱۹تنه نور یې ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د وراوښتې مرګ ژوبلې په اړه د افغان چارواکو د دې ادعا په تړاو تبصره نه ده کړې.