حمدالله محب مسکو ته ولاړ؛ اندړ: روسي چارواکو سره پر امنیتي همکاریو غږیږي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې ښاغلی محب به له روسي چارواکو سره د کتنې پر مهال په امنیتي همکاریو خبرې وکړې.

د دغې شورا ویاند رحمت الله اندړ نن پنجشنبه(د چنګاښ ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې سیمه ییزه او امنیتي همکاري د سفر اساسي موخه ده: "د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن روسیې ته ولاړ او هلته به روسیه کې له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وګوري، د سفر موخه به دا وي چې د امنیتي همکاریو او په سیمه کې اړوندو موضوعاتو باندې به بحثونه وکړي."

ښاغلی محب روسیې ته داسې مهال سفر کوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو نه د سختو وسله والو نښتو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولي دي.

په بغلان کې خوست، په پروان کې شینواري، په فاریاب کې چهارباغ او پښتون‌کوټ او په بلخ کې کلدار هغه ولسوالۍ دي چې د دفاع وزارت د ویاند روح الله احمدزي په وینا بېرته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي.

ښاغلي احمدزي ازادي راډیو ته وویل، له افغان ځواکونو د خلکو ملاتړ لامل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې پراخه پرمختګ وشي: "د هېواد په ګوټ ګوټ کې زموږ له ځواکونو د خلکو ملاتړ لامل شوی چې ځواکونه روحیه واخلي او ډېری ولسوالۍ بېرته نیسي،١٣ ولسوالۍ تراوسه په محدودو څو ورځو کې بېرته نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره عملیات روان دي."

دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه کې د افغان ځواکونو له لوري د بلخ کلدار ولسوالۍ د بیرته نیولو ادعا رد کړې ده.

دې سره هم مهاله پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۹مه) له افغانستانه د اسټرالیایي ځواکونو د وتلو پروسه هم بشپړه شوه.

'اې.بي. سي' نیوز د اسټرالیايي سرچينو په حواله لیکلي چې ځواکونو یې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل نژدې شل کلن ماموریت د جون مياشتې تر نميايي پای ته ورساوه.

د مې له لومړۍ نېټې راهیسې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو سرتیرو د وتلو لړۍ پیل شوې، تردې دمه د جرمني، ایټالیا، چک جمهوریت او شمالي مقدونیا سرتیري یې په بشپړه ډول له افغانستانه وتلي.

له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوي چې د ټولو نړیوالو ځواکونو په وتلو به د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ جګړې نورې هم پراخې شي او ښايي یو خونړي کورني اخ و ډب ته لاره پرانیستل شي، خو روسیې ته د حمد الله محب سفر د روان وضعیت په کنټرول کې څه مرسته کولای شي؟

د بهرنیو اړیکو افغان کارپوه شننونکی سید خالد سادات

د بهرنیو اړیکو افغان کارپوه شننونکی سید خالد سادات دا سفر ګټور بولي: "روسیې سره د افغانستان راتلونکی ډېر مهم دی، اوس وخت کې چې طالبان جګړه کې دي او له دې لارې په شمال کې قوی تحرکات روان دي او روسیه له دې امله اندېښنه لري او د روسیې اندېښنه د مرکزي اسیا له ادرسه لري، همدا اوس دوې تاجیکستان پولي ته نږدې شوې او تاجیکستان خپل ځواکونه پولي ته راوستلي دي."

نوموړي وویل، د روانو اندېښنو د لېرې کولو او امنیتي ګډو همکاریو لپاره دا سفر مهم دی او ښايي په داسې یو قرارداد هم خبرې وشي چې له له مخې يې له روسيې جنګي تجهیزات واخیستل شي_هغه څه چې مخکې يې په اړه راپورونه خپاره شوي.