پنټاګون: افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او د طالبانو کړنې د سولې په خبرو کې د دغه ډلې جدیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) یوې خبري غونډې ته وویل چې متحده ایالات د سیاسي پروسې ملاتړ کوي چې له امله یې باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

د مې میاشتې راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی ډیر شوی او طالبانو په لسګونه ولسوالیو ولکه ټینګه کړې ده.

بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ: