نیویارک ټایمز: په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابېدو خوا ته روان دی

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې سرلیک‌یې دی "امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د کابل هوايي ډګر به د ځواکونو وروستۍ قرارګاه وي."

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جګړه کې د امریکا او متحدانو د مهمو اډو په تړل کېدو، له ترکیې سره د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په اړه خبرې روانې دي.

د لیکنې لیکوال وايي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امریکا او نورو متحدو هېوادونو د ډیپلوماتیک حضور لپاره مهم دی.

نیویارک ټایمز وايي، اوس دا هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې په وروستۍ قرارګاه بدلېږي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي و چې د دې هېواد شااوخوا ۶۵۰ سرتېري به افغانستان کې د امریکايي ډیپلوماتانو د امنیت لپاره پاتې شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته ویلي و، په هر دلیل د سرتېرو پاتې کېدل به د دوی له نظره د اشغال په معنی وي.

نیویارک ټایمز وايي، که چېرې امریکا او متحدان‌یې وتوانېږي له ترکیې سره هوکړې ته ورسېږي چې د دې هېواد ځواکونه د کابل د هوايي ډګر امنیت پر غاړه واخلي، جمهور رئیس بایډن کولای شي په کابل کې د امریکا سفارت او د متحدانو د ډیپلوماتیکو مأموریتونو د ساتنې د پلان سره مخکې ولاړ شي.

نیویارک ټایمز په یو بله لیکنه کې په افغانستان کې د لوړپوړي امریکايي قوماندان خبرې رانقل کړي چې وايي په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابېدو خوا ته روان دی.

د لیکنې لیکوال په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هغه خبرداری راخیستی چې وايي، دا هېواد ممکن د کورنۍ جګړې خوا ته ولاړ شي. نوموړي له ښکېلو لورو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي او خپلو کې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.

دا داسې مهال ده چې امریکا او د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري له افغانستان څخه بشپړ وتلو ته چمتو کېږي.

جرمني او ایټالیا لا دمخه په افغانستان کې خپل پوځي مأموریتونه پای ته رسولي دي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د خبرو مېز ته ستانه شي.