د افغانستان دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ ولسوالۍ له طالبانو بېرته نیولې دي.
د دفاع وزارت په وینا، دولتي ځواکونو په بغلان کې خوست، په پروان کې شینواري، په فاریاب کې چهارباغ او پښتونکوټ او په بلخ کې کلدار ولسوالۍ له وسلهوالو طالبانو بېرته نیولې دي.
پرون طالبانو ویلي و چې د میدان وردک چک او سیداباد ولسوالۍ یې نیولې دي.
په همدې منځ کې پرون په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د جګړو زور اخیستو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته ښايي افغانستان په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
ده پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، د یوې کورنۍ جګړې احتمال شته، خو پهکار ده چې ټول اړخونه په یوې سیاسي حللارې توافق وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.