چک جمهوریت له افغانستانه خپل وروستي ۱۲ سرتېري وایستل

ارشیف، یو شمېر چکي سرتېري

د چک جمهوریت وسله‌وال پوځ نن وویل چې له افغانستان څخه د دغه هېواد وروستي ۱۲ سرتېري له خپلو ټولو وسلو سره هېواد ته بېرته وګرځېدل.

په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې تر ۱۱ نیم زره ډېرو چک پوځیانو په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې مأموریت کې دنده اجرا کړې ده.

تېره اوونۍ د چک جمهوریت صدراعظم اندرې بابیش له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړ.

تر دې وړاندې ولسمشر میلوش زیمان او د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک هم له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کړې وه.