امریکا او سعودي د ایران او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړې 

د امریکا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او منځني ختیځ په اړه خبرې وکړې.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل سعودي ساري فیصل بن فرحان سره پرون سې شنبه(د چنګاښ ۸مه) د ایټالیا د جنوب په ماترا ښار کې د 'جي شل' ډلې د غونډې په څنګ کې خبرې وکړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو وزیرانو په دې کتنه کې په سیمه کې د ایران د ورانکارو لاس وهنو، په یمن کې د حوثي یاغیانو او نورو سخت دریځو ډلو د مالي ملاتړ د مخنیوي لپاره د خپلو هم غږو ګډو اقداماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.