د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په بلخ کې د غنمو د ننداریزو قطعو د حاصلاتو په راټولولو سره معلومه شوې چې د قطعو د غنمو د نورو کرنیزو ځمکو پرتله په هر جریب ځمکه کې ۳۵ تر ۴۰ سلنه زیات حاصلات ورکړي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه ننداریزې قطې د بلخ په نهر شاهي، دهدادي، بلخ، خُلم، دولتاباد او شولګره کې جوړې شوي دي.
د ننداریزو قطعو له جوړولو هدف دا دی چې بزګران وهڅول شي او د دوی ظرفیتونه لوړ شي.
که څه هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږنۍ وچکالي به پر نور زیان سربېره د غنمو د تولید کچه هم راټېټه کړي او د اټکل له مخې به یوازې پر شااوخوا دوه میلیونه هکټاره ځمکه کر وشي.
خو د مسوولینو په خبره، وزارت هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د اصلاح شوېو تخمونو په ویش او بزګرانو ته د زمینو برابرولو او د غنمو د ننداریزو قطعو د جوړولو له لارې د دغه زیان کچه را کمه کړي.