هرات چارواکي: په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې ۲۰ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د هرات چارواکي د دې ولایت په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل: "په ګلران او ادرسکن ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا پر طالبانو د حملو او نښتو په نتیجه کې ۲۶وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان دي. شل طالبان په ګلران او ۶ نور یې په ادرسکن کې وژل شوي دي."

د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ګلران ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د ښخ شوېو اوو ماینونو د شنډولو ترڅنګ ویل شوي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې څو کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي دي.

له بلې خوا دفاع وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شبه د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په بندر کې پر طالبانو په برید کې ۱۳ تنه ووژل.

د دفاع وزارت په وینا په دې برید کې ۶ نور وسله وال طالبان ژوبل شوي او وسلې یې ویجاړې شوې دي.

طالبانو د دواړو ادعاوو په اړه تراوسه څه ندي ویلي.