اتمر: د طالبانو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی.

محمد حنیف اتمر، تېر ماښام له اریانا نیوز سره په مرکه کې وویل، دا موضوع یې له خپل پاکستاني ساري شاه محمود قریشي سره هم شریکه کړې ده.

نوموړي وویل:"د طالبانو د رژیم په څېر د یوه رژیم بېرته راتګ چې سیمه ییز او نړیوال تروریستان هم ورسره وي، نه ستاسو، نه زموږ او نه د نړۍ په ګټه دی. دا خو خپله ستاسو د بربادۍ سبب کېږي. زموږ ګټه په دې کې ده چې طالبان د مذاکرو مېز ته راولو، څو له افغان دولت سره سوله وکړي او تاسې یې د پوځي اکمالاتو مخه ونیسئ."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، اسلام اباد هڅه کوي، د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي قریشي دغه راز منلې چې پاکستان له طالبانو سره تماسونه لري، خو د ده په خبره دا تماسونه د سولې په خبرو کې د اسانتیا برابرولو لپاره دي.