تندر قول اردو: پکتیکا کې د پاکستانیو په ګډون ۳۵ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پکتیکا ولایت امیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د پاکستانیو جنګیالیو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت په خوشامند او ګومل ولسوالیو کې هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پایله کې د پاکستانیو جنګیالیو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان دي.

مومند وایي، په عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.