چارواکي: جلال اباد کې ماین چاودنې ۴ ملکیان ټپیان کړي

د جلال اباد ښار عمومي منظره

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې څلور ملکیان ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدخان ازادي راډیو ته د یادې پېښې په اړه وویل چې چاودنه نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) له غرمې وروسته شااوخوا دوه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند دو سرکې سیمه کې په یو بایسکل کې ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو توکو له امله وشوه چې په خبره یې، څلور ملکيان په کې ټپیان شوي دي.

د ځایي مسوولانو په خبره، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تېره ورځ هم د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنې یو تن وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي وو.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.