د افغانستان په ګډون ۵ هېوادونو کې د نورو پرتله ماشومانو سره تاوتریخوالی ډېر دی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغانستان،یمن، سومالیا، د سوریې او کانګو جمهوریتونه هغه هېوادونه بلل شوي چې په کې تر نورو هېوادونو زیات له ماشومانو سره تاوتریخوالی شوی دی.

دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې پرون دوشنبه (د چنګاښ ۷مه) پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ.

په جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه دې ځانګړې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونتي ګوتیرش وویل: "۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۹۳۰۰ ماشومانو سره د سخت تاوتریخوالي ۲۴۰۰۰ پېښې د دې منډېټ په ۲۱ برخو یا ډولونو سره شوي. د جګړو او ګډوډیو په وخت د ماشومانو حقونو ته نه درناوی ټکان ورکوونکی او زړه ماتوونکی دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونتي ګوتیرش

د ماشومانو جنسي ځورونه، تیری، وهل، وژل، ربړول، د بدن د غړو غوڅول، یرغمل او تښتونه او په ښوونځیو بریدونه د تاوتریخوالي هغه شدید ډولونه یاد شوي چې د ملګرو ملتونو په پرونیو بحثونو کې یاد شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له امنیت شورا او ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.