امریکا د عراق او سوریې سرحدي سیمه کې پر ایران پلوه ډلو حملې کړي

ارشیف، سوریه کې امریکايي ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، د عراق او سوریې په سرحدي سیمه کې یې د هغو ملېشه ډلو پر خلاف حملې کړي چې ایران‌یې ملاتړ کوي.

پوځ وايي، دا حمله‌یې په عراق کې د امریکا پر پوسونل او تأسیساتو د دغو ملېشه ډلو له‌خوا د بې‌پېلوټه الوتکې د حملو په ځواب کې کړې ده.

د عراق پوځ درې اوونۍ مخکې ویلي و، په هغه هوايي اډه کې چې امریکايي ځواکونه په‌کې دېره دي، دوه بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي.

د امریکا دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په سوریه او عراق کې د ملېشه ډلو پر عملیاتي او د وسلو د زېرمو پر تأسیساتو د دغو حملو امر ولسمشر جو بایډن ورکړی دی.

د دفاع وزارت اعلامیه وايي د کتائب حزب‌الله او کتائب سید الشهدا په ګډون ګڼو ایران پلوه ملېشه ډلو له دغو تأسیساتو کار اخیست.