مسکو او سنت پټرزبورګ ښارونو د کرونا له امله د مړینو نوی ریکارډ ټینګ کړ

روسیه کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ روغتون د لېږدولو پر مهال

د روسیې د مسکو او سنت پټرزبورګ ښارونو نن د کرونا له امله د مړینو یو نوی ریکارډ ټینګ کړ.

په مسکو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۲۴ کسان او په سنت پترزبورګ کې ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.

په ټوله روسیه کې په دې موده کې د کرونا له امله ۶۱۱ تنه مړه شوي او ۲۱ زره ۶۵۰ نور کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي. یوازې په مسکو کې د کرونا نوې ۷،۲۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم له کرونا سره د مبارزې د چارو مسؤلینو په دې هېواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر۱۳۳ زره او ۸۹۳ ښودلې، خو د دې هېواد د احصائیې فدرالي ادارې په یوه جلا راپور کې د شاوخوا ۲۷۰ زره کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.