لسګونه هېوادونه په تور سمندرګي کې سمندري تمرینات پیلوي

تور سمندرګي کې د بریتانیا د ډفېنډر په نوم جنګي کښتۍ

په پام کې ده په لسګونو هېوادونه، په تور سمندرګي کې د نږدې دوو اوونیو لپاره سمندري تمرینات پیل کړي.

دا تمرینات داسې وخت پیلېږي چې روسیې د اوکراین سواحلو ته نږدې د پرتو چلنجونو په وړاندې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی دی.

د سمندري وږمې په نوم دغه تمرینات به نن د جون له ۲۸مې د جولای تر ۱۰مې روان وي چې ۳۲ هېوادونه به په‌کې برخه لري.

په دغو تمریناتو کې د تور سمندرګي په شااوخوا کې اکثریت پراته هېوادونه، د ناټو متحدان او شریکان برخه اخلي.

په تمریناتو کې ۵،۰۰۰ پوځیان، ۳۲ کښتۍ، ۴۰ الوتکې او د ځانګړو عملیاتو او خېز وهلو ۱۸ ټیمونه شامل دي.

دا تمرینات په داسې حال کې پیلېږي چې روسیې تېره چهارشنبه ادعا وکړه چې د خبرداري ډزې یې کړي او د بریتانیا د ډفېنډر په نوم د جنګي کښتۍ پر لار یې بمونه غورځولي، څو دغه کښتۍ مجبوره کړي چې د کریمیا ټاپو وزمې سیواستیپول ښار ته له نږدې ساحې خپله لار بدله کړي.