د پاکستان کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه چې د افغانستان له خاورې یې د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښکاره کړې په غبرګون کې ویلي چې دا ډله نه په افغانستان کې جوړه شوې او نه هم زموږ په خاوره کې فعالیت کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په اسلام‌اباد کې رسنیو ته ویلي، له طالبانو غواړي چې پاکستاني طالبانو او نورو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ټولو ترهګرو ډلو ته چې د افغانستان او سیمې ثبات او هوساینه له خطر سره مخامخ کوي، په یوه سترګه ګوري او په وړاندې یې بې‌توپیره چلند کوي او له نورو ټولو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه هم غواړي چې له ترهګرو ډلو سره له توپیر پرته چلند وکړي.