اېن‌اېل ټایمز: افغانستان کې د هالنډي ځواکونو حضور روانه میاشت پای ته رسېږي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • اېن‌اېل ټایمز

د هالنډ چاپ اېن‌اېل ټایمز (NL Times) ورځپاڼې له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو د وتلو په اړه لیکلي دي.

په مقاله کې راغلي چې وروسته له ۲۰ کلونو به په افغانستان کې د هالنډ د ځواکونو حضور روانه میاشت پای ته رسېږي. د مقالې په وینا، د هالنډ دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل مأموریت دوه بیرغونه د دې هېواد ملي نظامي موزیم ته سپارلي دي.

د بیرغونو سپارلو په مراسمو کې ګڼو کسانو ګډون کړی، خو د مقالې په وینا د هغو هالنډي سرتېرو په یاد ۲۵ څوکۍ تشې پرېښودل شوې وې چې په افغانستان کې وژل شوي وو.

د اېن‌اېل ټایمز په وینا، په افغانستان کې له ۱۰ زرو بهرني ځواکونو څخه ۱۶۰ د هالنډ سرتېري وو چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ارزګان ولایت کې ځای پر ځای وو.

وروسته هالنډ په کندز کې د افغان پولیسو په روزنه کې برخه واخیسته. مقالې د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سیګرید کاګ له قوله لیکلي چې وايي، نه‌غواړي تر ۲۰ کلونو وروسته‌يې له افغانستانه سره اړیکې پرې شي او هېواد یې له افغانستان سره تلپاتی شراکت لري.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل میاشت کې له ناټو مشرانو سره د غونډې پر مهال اعلان وکړ چې امریکايي نظامي پرسونل به د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

  • جاپان ټایمز

جاپان ټایمز ورځپاڼې د افغان ترجمانانو وضعیت ته پام کړی دی.

د دې ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې افغان ترجمانان د مرګ او ژوند ترمنځ دي.

لیکوال په ۱۹۷۵م کال کې په ویتنام کې وضعیت ته کتلي او لیکلي يې دي چې د ویت کانګ حرکت په لاس د دې هېواد تر سقوط وروسته هغه کسان یا ووژل شول او یا هم بندي شول چې له امریکا سره‌یې همکاري کړې وه.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې امریکا وتوانېده چې ۱۰۰ زره ویتناميان له دې هېواد وباسي.

لیکوال وړانديز کړی چې واشنګټن باید خپل زرګونه افغان همکاران هم یوازې پرېنږدي او هغه څه چې په ویتنام کې وشول، په افغانستان کې تکرار نه‌شي.

په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې اعلان وکړ چې زرګونه افغان ترجمانان به له افغانستانه وباسي.

له پلانونو یو دا دی چې افغان همکاران ګوام سیمې ته انتقال شي چې د امریکا د قلمرو برخه ده او د ویزو تر پړاو وروسته امریکا ته سفر وکړي.

تر ۱۸ زره زیات ترجمانان چې موټر چلوونکي، انجنیران او هغه کسان چې په افغانستان کې يې د امریکا په سفارت کې کار کړی، د ویزو ترلاسه کولو ته سترګې په لاره دي.