امریکا ته د سفر پای؛ افغان ولسمشر بېرته کابل ته ستون شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل پلاوی

افغان ولسمشر اشرف غني چې د یوه پلاوي په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته په یوه رسمي سفر تللی و، تیر ماښام بېرته کابل ته ستون شو.

کابل ته ولسمشر د بېرته ستنېدو خبر ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله ټویټرپاڼه کې ورکړی او په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

افغان ولسمشر واشنګټن ته په دغه دوه ورځني سفر کې چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په بلنه‌یې ترسره کړ، د تېرې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له بایډن سره وکتل.

ولسمشر بایډن وویل، که امریکا له افغانستانه ځواکونه باسي، خو له افغانستان سره به په اقتصادي، پوځي او سیاسي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي د دوو ښځینه غړو په ګډون یو شمېر چارواکو ملګرتیا کوله.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.