پاکستان د تورخم دروازه د افغان محصلانو پر مخ پرانیزي

د تورخم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفارت وایي، تورخم به په جولای کې د هغو افغان محصلانو پر مخ د څو ورځو لپاره پرانیزي چې د پاکستان په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

د پاکستان سفارت په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د علامه اقبال په نوم د سکالرشېپ د پروګرام محصلانونه ته به چې اوس په افغانستان کې بند پاتې دي، اجازه ورکړل شي چې د جولای په درېیمه او څلورمه پر تورخم واوړي.

سفارت دغه‌راز ویلي چې ټول محصلین باید پاکستان ته د تلو لپاره د «پي‌سي‌ار» ټسټونه (د کرونا ویروس د تشخیص لپاره ټسټ) وکړي او نتیجه‌یې باید منفي وي.

پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې د خپرېدو له امله په لومړي سر کې په مې میاشت کې د دوو اوونیو په مخه بنده کړې وه چې اوس‌یې دغه بندیز تر نامعلوم وخته پورې غځولی دی.