بایډن: افغانان دې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي

ولسمشر بایډن له افغان چارواکو سره

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن، له افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

ښاغلي بایډن دا غوښتنه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.

بل خوا ولسمشر غني، تر پرونۍ کتنې وروسته په واشنګټن ډي. سي کې یوه کنفرانس ته وویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په باب د ولسمشر بایډن د پرېکړې درناوی کوي: "د دې پرېکړې درناوی کوو. څرنګه چې پرېکړه په دې روحیه شوې چې افغانستان به یوازې نه پرېښوول کېږي او زموږ په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی، کاملاً راضي یو."

واشنګټن اعلان کړی چې له افغانستانه به امریکايي ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې وځي.