د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکي: امریکا دې ژر موږ ور وغواړي

د امریکايي ځواکونو لسګونه افغان ژباړونکي

لسګونه کسانو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی پرون د اعتراض لپاره د امریکا سفارت ته نژدې لاریون وکړ.

پرون پنجشنبې د امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړل شو چې د ولسمشر جو بایډن اداره ښايي زرګونه کسان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی په اګسټ میاشت کې بهر ته واستوي او رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د جمهوریپال غړي مایک مککاول له قوله راپور ورکړ چې نوموړی وايي، دا افغانان ښايي متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او کوېټ ته ولېږدول شي.

د پروني لاریون ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره له افغانستانه وایستل شي او یوه پخواني ژباړونکي وویل چې د دوی ژوند په خطر کې دی: "دښمنان هرځل، هره ورځ غواړي چې موږ ووژني. موږ غواړو ژوندي پاتې شو. نه غواړو ماشومان مو یتیمان شي."

په همدې حال کې فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دېره فرانسوي ځواکونو یو ژباړونکی په میدان وردګو ولایت کې وژل شوی دی.

د عبدالبصیر د کورنۍ غړو آژانس ته ویلي چې نوموړی دوه اوونۍ مخکې ناڅاپه تری تم شو او وروسته د میدان وردګو امنیه قوماندانۍ دوی ته پر ټیلیفون خبر ورکړ چې طالبانو دوه ډزې پرې کړي وې.

د راپور له مخې ۳۳ کلن عبدالبصیر د پنځو بچیانو پلار و چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې د فرانسوي ځواکونو د یوې اډې په ګدام کې کار کاوه.

طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د نړیوالو ځواکونو له ژباړونکو سره کار نه لري او سپارښتنه وکړه چې په هېواد کې دې پاتې شي.