د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره یو معلول انسان فضا ته واستوي

آرشیف

د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره ایسا ESA هیله لري چې د لومړي ځل لپاره له بدني پلوه یو معلول انسان استخدام او فضا ته یې واستوي.

د ایسا مشر جوزف اشباښر Josef Aschbacher پرون د جون په ۲۵مه نېټه رویټرز خبري آژانس ته وویل، سلګونه معلولو کسانو چې د راتلونکي ستورمزلي به وي، لادمخه دې دندې ته غوښتنلیکونه سپارلي دي.

ښاغلي اشباښر وویل چې د اروپا د فضايي تحقیقاتو له ادارې ډېر خوښ دی، ځکه د ده په وینا دې کار یې وښوده چې فضا او کاینات د هرچا لپاره دي.

د ایسا مشر همدا راز وویل چې دې ادارې نژدې ۲۲ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړل، خو اوس د کسانو د استخدام پروسه بنده شوې ده.