مچ مککانل: له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي 

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل

د امریکا د سنا د جمهوريپالو مشر مچ مککانل غوښتي چې له افغانستانه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي.

ښاغلي مککانل له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدنې وروسته دا خبره په یوه اعلامیه کې کړې.

هغه ویلي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په اوبو لاهو کوي.

مککانل ویلي، هیله من دی چې د بایډن اداره په افغانستان کې روان وضعیت او د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو د ځواکونو د را ایستلو پروسه وځنډوي.

افغان ولسمشر د پنجشنبې په سهار امریکا ته ورسېد. لومړني بحثونه یې د امریکا د سنا جرګې له غړیو سره وو.

تمه ده ولسمشر غني نن د امریکا په وخت د ماسپښین په شااوخوا درېیو بجو چې د افغانستان د شپې دولس بجې کېږي په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وګوري.