چارواکي: بلخ کې ۲ کانالونه استفادې ته چمتو دي

په بلخ ولایت کې د یولمرب او ګذرګلدره کانال پیاوړتیا او سوپر پسیچ پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په بلخ ولایت کې د دوو کانالونو د تحکیماتو د پروژې چارې بشپړې شوي او دا کانالونه استفادې ته چمتو دي.

د دې ادارې ویاند نظام خپلواک تېره شپه(پنجشنبه-د چنګاښ ۳مه) په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په بلخ ولایت کې د یولمرب کانال او د ګذره ګلدرې د سواحلو تحکیماتو پروژو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دا پروژه د اکټېد دفتر په مالي مرسته تطبیق شوه."

د ښاغلي خپلواک په وینا دا پروژه د شااوخوا ۴۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او له پنځوس زرو زیاتې کورنۍ ګټه ترې اخلي.