تمه ده جوبایډن سبا جمعه له ولسمشر غني سره وګوري

ارشیف، ولسمشر غني او ولسمشر بایډن، عکس تزئیني بڼه لري

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن سبا د افغانستان له ولسمشر محمدا شرف غني سره په سپینه ماڼۍ کې وویني.

ولسمشر غني، لومړی مرستیال یې امرالله صالح، د ملي مصالحې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمېر چارواکي تېره شبه له کابله له ولسمشر غني سره واشنګټن ته روان شول.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې رييس فضل محمود فضلي امریکا ته د ولسمشر د سفر په اړه د افغانستان ملي تلویزیون ته وویل: "هغه ژمنې چې په تېرو دوو – درېيو میاشتو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ولسمشرۍ په اعلامیو کې خپرې شوي، زموږ د ولسمشر او د امریکا د ولسمشر ترمنځ د پراختیا، بشري مرستو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي او دیپلوماتیک ملاتړ د عملي کولو او نهايي کولو په اړه د نظرتبادله کېږي."

وسله والو طالبانو امریکا ته د ولسمشر غني سفر بې ګټې بللی دی.